IQNA

د اربعین لاریون ، د اسلامی انقلاب  دمکتب د لوړاوي لپاره په یوه روښانه ټکی بدل شوی

15:34 - February 16, 2022
د خبر لمبر: 3485423
 تهران (ایکنا) –د ایران د کلتوري چارو وزیر ددې خبرې  په کولو سره چې د اربعین لاریون،د اسلامی انقلاب د مکتب دلوړاوي او دمقاومت د لارې  لپاره په یوه روښانه ټکي بدل شوی دی ،ووئیل، له همدې امله ده چې دغه پیښه له رسندوئي بایکاټ او یرغلونو سره مخامخ شوې ده ، ځکه  پوهیږي،چې ددغې پيښې تر شا څه واقعیّتونه دي .

ایکنا خبری آژانس راپور  راکړ،د اربعین د نړیوالې  اومې جایزې په پایزو او د اتم پړاؤ  د پیلیدا  افتتاح کیدونکي دستورې نن سهار له لسو بجو تر دولس بجو پورې په تهران کې د اسلامی ارتباطاتو او کلتور د ا دارې په کمپلیکس کې په الزهرا امامباړې کې ترسره شوې .

 په دغو دستورو کې د ایران د اسلامي ارشاد او کلتور وزیر ،او دغه راز د هیواد نورو لوړپوړو کلتوری شخصیّتونو او مسئولانو هم ګډون درلود او د اربعین د اومې نړیوالې جایزې د ګټونکو  ستاینه وشوه او دغه دستورې هم د روغتیائي پروټوکولونو په اساس ترسره شوې .

د ایران د اسلامی  ارتباطاتو او فرهنګ د ادارې مشر حجةالاسلام  ایماني پور  په دغو دستورو کې پخپلې وینا کې په دې خبرې په کولو سره چې په مخکینیو کلونو کې د اربعین د جایزې پایزې دستورې  د اربعیّن په شپو ورځو کې ترسره کیدې ، او سږکال د کرونائي بحران  له امله دمشکلاتو په دلیل  ځنډول شوي دي ، ووئيل ،  دې ته په پام سره ، چې نن شپه دحضرت زینب سلام الله علیها د وفات شپه  ده او  له ا ربعیّن سره د  هغې بزرګوارې  د نزدیوالي ځانګړنې نندارې ته وړاندې شوي ، په دغې ورځې پایزې دستورې ترسره شوي دي .

 هغه همداراز  په د زیارتوالو د لاکم سفر او د کرونائي مشکلاتو سره سره،په دغو سیالیو کې د نړۍ د ۲۴هیوادونو د ګروهمنو بې مخینې هرکلي ته په اشارې سره  هم ووئيل ،سږکال  سکریټریټ ته ډير زیات فلمونه ،  عکسونه او سفرنامې او داسې نور ځيني پروګرامونه  لیږدول شوي دي .

په دغو دستورو کې د ایران داسلامی ارشاد او فرهنګ وزیر اسماعیلي په دغو دستورو کې د اربعیّن د نړیوالې جایزې د ترسره کونکو مسئولانو په مننې سره  ووئيل ،  دخداي منندوي یوو  چې د دیوه داسې مکتب پیروکار یوو چې هرڅه ئې له آل الله کاملو انسانانو له یاد او نامې سره غوټه خوړلې ده .

 https://iqna.ir/fa/news/4036689/راهپیمایی-

captcha